د امریکا د ولسمشر مرستیالې، کامالا هریس، په راروانو انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند د نوماندۍ لپاره د دې ګوند د استازو کافي رایې ګټلي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د کامالا هریس کمپاین وویل، د انتخاباتو د مالي ملاتړ لپاره یې تېره میاشت ۳۱۰ میلیون ډالره بسپنه راټوله کړې ده.

د هریس سیال، مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هریس تر نیمایي لږه بسپنه ترلاسه کړې ده.