د پاکستان ځايي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هېواد پوځ په بلوچستان او کراچۍ کې تر څلویښت زیاد بلوڅ لاریوون کوونکي نیولي دي او د هغوئ د روانو اعتراضونو د پایته رسولو لپاره یې له زور څخه کار اخیستی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني پوځ او لاریوونوالو ترمنځ د شوي تاوتریخوالي ځینې ویډیوګانې نشر شوي چې پکې لیدل کېږي پاکستاني پوځ له لاریوونوالو سره ناوړه چلند کوي او یوشمېر اعتراض کوونکي یې بندیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان دولت بلوڅ لاریون کوونکو ته وړاندیز کړی و چې د وژل شویو او ټپي بلوڅاو په بدل کې به د هغوئ کورنیو ته پیسې ورکړي او دوی دې خپل اعتراضونه پای ته ورسوي، خو د بلوڅ تحریک مشرې دغه وړاندیز رد کړ.

د بلوڅ تحریک مشرې ماهرنګ بلوڅ ټینګار کړی دی چې مبارزه یې اوږد مهاله ده او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي.

بلوڅانو د تېرې یکشنبې ورځې را پدیخوا د پاکستاني پوځ پر وړاندې خپل اعتراضونه شروع کړي دي او له هغوئ څخه د خپلو نيول شويو غړو خوشې کېدل غواړي.