د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په تل اویو کې د ترکیې سفیر له هغه وروسته احضار کړ چې یاد هېواد د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په احترام خپل بیرغ نیمه را زوړند کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پر اسماعیل هنیه باندې ویر کوونکي دوی نشي زغملی.

په ورته وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند اونجو کچلي د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر خبرو ته په غبرګون کې ویلي دي چې د سولې مذاکره کوونکو او ډیپلوماټانو په وژلو سره سولې ته رسیدل ناشونې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردغان د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د ژول کېدو په غبرګونو کې اسراییل ته خبردارۍ ورکړ.