طالبان د دې پرځای چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، شته کارونو ته یې هم نه پریږدي او داځل یې له هرات وروسته په کابل کې د صرافیو مارکیټ سرای شهزاده ته مخامخ د صرافۍ غرفې ټولې کړې.

د معلوماتو پربنسټ طالبانو نن چهارشنبه د جولای په ۳۱ مه نېټه په کابل ښار کې د صرافیو لوی مارکیټ سرای شهزاده ته مخامخ د صرافۍ ۵۰ کوچنۍ غرفې ټولې کړي او مالکینو ته یې ویلي دي چې هلته نور د فعالیت اجازه نلري.

طالبانو دغه غرفې داسې مهال له دې ځایه لري کړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ښارولې دغو کاروباریانو ته د پیسو په بدل کې غرفې جوړې کړې وې او هغوئ په مېاشتنۍ ډول ناحیې ته کرایه هم ورکوله.

ویل کېږي طالبانو دغه کار د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه کړی دی.

د طالبانو له دې محدودیتونو سره په لسګونو کسانو خپل کار و بار له لاسه ورکړی او بیکاره شوي دي. د ویلو ده چې دغې ډلې تر دې وړاندې په هرات ولایت کې هم په لسګونه د صرافۍ غرفې ټولې کړې وې او همداراز پر صرافیو یوشمېر محدودیتونه هم لګولي دي.