د هند په کیرالا ایالت کې د سختو اورښتونو په نیتجه کې د ځمکې ښويېدو په پېښه کې ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.

د کیرالا ایالت اعلی وزیر پنارای ویجیان نن سه شنبه د جولای په ۳۰ مه نېټه رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دې ایالت په ویاناد ولسوالۍ کې تر دې دمه د ۹۲ کسانو مړي موندل شوي دي او ۲۵۰ نور له خټو څخه ژوندي ایستل شوي دي.

ددغه ایالت په ویاناد ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدلو له کبله دې سیمې ته غځېدلي سرکونه بند شوي او د مرستې او ژغورنې هڅې یې پیچلې کړي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي دي چې ټول فکر یې هغو کسانو سره دی چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.

په سیمه کې زیات شمېر کورونه د خټو لاندې شوي دي.

د هند پوځ ویلي چې سیمې ته یې له ۲۰۰ ډېر سرتېري استولي چې د لټون او ژغورنې په هڅو کې مرسته وکړي.