پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هېواد په لویدیځ کې د ځمکې په سر شخړې له امله په تېرو پنځو ورځو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۶۶ نور ژوبل دي.

رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کې ۳۰ شیعه ګان دي او د جګړې دواړو اړخونو په یو بل باندې د هاوانونو او ماشیندارو ډزې کړې دي.

ځايي چارواکي وايي چې ډیری ټپیان د پاړه چنار روغتون ته انتقال شوي دي.

د معلوماتو له مخې یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه تېره اوونې د چهارشنبې په ورځ د مدګي د سنیانو او د مالي خېل د کلي د شیعه ګانو ترمنځ د ۷۰ جریبه ځمکې د مالکیت د دعوې د حل په اړه قومي جرګه روانه چې پکې ډزې وشوې.

امنیتي چارواکي او قومي مشران هڅه کوي څو د دواړو خواو ترمنځ دغه مسله حل کړي خو تر دې دمه بریالي شوي نه دي.