د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی دی چې د دې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د نوي مشر سره لیدلي دي.

د عامې روغتیا وزرات نن شنبه د جولای په ۲۷ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د عامې روغتیا سرپرت نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان نوي مشر ایډوین سینیزا سلاوډر سره په کتنه کې د روغتیايي سیستم پر پراختیا، لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو، ساري ناروغیو سره په مبارزې، د پولیو لابراتوار پر فعالیت او د روغتیايي سیستم لپاره د مؤثرې پالیسۍ د جوړولو پر څرنګوالي او همغږۍ خبرې اترې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د نوي مشر له قوله لیکلي چې ښاغلي ایډوین د عامې روغتیا وزارت سره پر همغږۍ ټینګار کړی او د روغتیايي سیستم د لا پرمختک لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان نوي مشر ټینګار کړی چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره به د روغتیايي خدمانو په برخه لا ښه همکاري او همغږي ولري.