د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادار نن شنبه د جولای په ۲۷ مه نېټه د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د برینښايي سکنرونو د نصب قرارداد لاسلیک کړ.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي دي چې  د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت د هېواد په (تورخم، حیرتان، سپين بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نیمروز، ابو نصر فراهي، خوست، پکتیا، اقینې او شیرخان) بندرونو کې د هر ډول توکو د سکن کولو په موخه پرمخ تللي سکنرونه نصبوي، چې د هر ډول قاچاق مخنیوی به وکړي.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې د پانګونې دغه طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له تائید او د اقتصادي کمېسیون له‌ منظورۍ وروسته نن د مالیې وزارت او خصوصي ترمنځ لاسلیک شوه.

د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور په یادو سکنرونو شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ پانګونه وکړي، چې ساختماني چارې به یې د دوه کلونو په جریان کې بشپړې او شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.