د پاکستان لومړی وزیر په دې هېواد کې په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ورستیو بریدونو ته په اشارې ویلي دي چې دغه ډول بریدونه له وړاندې پلان شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه څرګندونې نن پنجشنبه د جولای په ۲۵ مه نېټه د دې هېواد کابینې مجلس ته په وینا کې کړې دي.

شهباز شریف په دې هېواد کې ورستیو ترهګریزو بریدونو باندې اندیښنه څرګنده کړې او پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي دي چې له ګاونډي هېواد څخه پاکستان متوجه ترهګریز ګواښونه د منلو وړ نه دي.

نوموړي همداراز څرګنده کړې چې پاکستان غواړي دغه انديښنې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه مېاشت یوشمېر وسلوالو کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پاکستان فوج پر یوکمپ ډلیز مرګونی برید وکړ چې په پایله کې یې د دې هېواد یوشمېر پوځیان ووژل شول.

د پاکستان امنیتي چارواکي تل ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي په ګډونو هغو وسلوالو ډلو ته پناه ورکړې چې د دې هېواد پر خلاف جنګېږي.