د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د مس عینک پروژې د تطبیق پر وړاندې ټول شته خنډونه لمنځه تللي او عملي چارو ته یې زمینه مساعده شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، هدایت الله بدري نن چهارشنبه د جولای په ۲۴ مه نېټه د مس عينک پروژې د سړک چارو د پرانيستې په مراسمو کې وویل چې مس عینک د نړۍ په کچه د مسو دویم لوی کان دی چې له څو کلنو خنډونو او ستونزو وروسته یې عملي چارې پیل شوې.

نوموړي زیاته کړې چې د مس عینکو کان قرار داد پخواني دولت په ۲۰۰۸ م کال کې له ام سي سي چینايي سرکت سره لاسلیک کړی و چې د بېلابېلو ستونزو له امله یې عملي چارې پیل نشوې.

ښاغلي بدري ټینګار کړی چې ده پروژه د طالبانو لپاره خورا مهمه ده او له همدې کبله یې نن عملي چارې پیل شوې.

د مس عینک کان رسمي چارې داسې مهال شروع کېږي چې تر دې وړاندې د دغې کان چارې د طالب وسلوالو له لوري له خنډ او ځنډ سره مخ شوې وې او طالب جنګالیو په ځلونو د دې کان پر کارکوونکو مرګوني بریدونه کړي و.