د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني پولیسو له لوري د جنوبي وزيرستان واڼه سیمې لپاره د دې غورځنګ مسوول شهزاد وزير د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د دې غورځنګ ځینو غړو په ټولنیزو رسنیو کې نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه خبر ورکړی دی چې شهزاد وزير تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په ديره اسماعيل خان سیمه کې تر نیول کېدو وروسته، وزيرستان ته لېږدول شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د هغه د نیول کېدو علت نه دی روښانه کړی.

په ورته وخت کې پاکستاني پولیسو هم تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې روان مېاشت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او مبارز شاعر ګیله من وزیر په اسلام اباد کې د نامعلومو کسانو له لوري د چړو په ګزارونو سخت ټپي شو او په روغتون کې یې ساه ورکړه.