د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې په هېواد کې له بېوزلۍ او بېکارۍ سره د مبارزې په موخه یې د «کار ملي کنفرانس» جوړ کړی دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې له بې کارۍ سره مبارزه د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې ځینې لاسته راوړنې هم لري.

نوموړي همداراز ویلي دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وخت اړتیاوو ته په کتو د کار په قانون کې تعدیلات هم راوستي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه کنفرانس د یو شمېر طالب چارواکو په ګډون په  کابل کې رابللی و او موخه یې په هېواد کې له بې وزلۍ سره د مبارزې او د کار د فرصتونو د رامنځته کول په ګوته کړي دي.

یاد وزارت ویلي دي چې دغه کنفرانس يې د کار نړیوال سازمان په ملاتړ جوړ کړی دی.

طالبان داسې په مهال په هېواد کې له بېوزلۍ او بېکارۍ سره د مبارزې په موخه د کار ملي کنفرانس را بللی دی چې د دې ډلې له واکمنېدو وروسته په زرګونه تنه لوستي ځوانان بې کاره او هېواد پریښودو ته اړ شول.

په ورته وخت کې مرسته کوونکي هېوادونو او نړیوال بسنټونه هم په افغانستان کې د بېوزلۍ د پراخېدو خبرداری ورکوي او هېوادوال د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي.