د غزني ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسولینو خبر ورکړی دی چې د دې ولایت په اندړ ولسوالۍ کې یو ځوان ځان وژنه کړې ده.
د غزني ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ نن شنبه د جولای په ۲۰ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه پېښه د دې ولایت د اندړ ولسوالۍ په باغای سیمه کې رامنځته شوې ده.
اعلامیه کې راغلي دي چې دغه کس قدرت الله نومېده او له خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان په مرمۍ ویشتلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي له کبله پېښې زیاتې شوي دي او وخت نا وخت د ورته پېښو راپورونه خپریږي.
د ویلو ده چې ډیری د کورني تاوتریخوالي پېښې د فقر، بیکاري او کورنۍ ستونزو له کبله رامنځته کېږي.