د پاکستان ځايي رسنیو خبر ورکړی دی چې د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې د دې هېواد د پوځ پر وړاندې د خلکو اعتراض نن شنبه د جولای په ۲۰ مه نېټه هم دوام لري.

دغه اعتراضونه له هغه وروسته پراخ شول چې د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹ مه نېټه پر لاریونوالو ډزې وکړې او په پایله کې یې ۵ کسان و وژل شول او څه باندې ۲۰ نور ټپیان شول.

په دې لاریونونو کې په زرګونه خلکو ګډون کړی و .

د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د جمعې په ورځ په ځینو ښارونو کې د بنو پر لاریونوالو د ډزو په غبرګونو کې لاریونونه وکړل.

د خیبرپښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر سیف رسنیو ته ویلي چې د ناامنیو پېښو ډېرېدو پر خلاف د خلکو پر لاریون د ډزو پېښه به وڅېړي او ښکیل کسان به مجازات کړي.

نوموړي همدراز ویلي چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر امین ګنډا پور خپله دغه موضوع له نږدې څاري.