د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې افغانستان د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۹۳.۳ میلیونو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

دغې ادارې ن د شنبې په ورځ د جولاۍ په ۲۰ مه نېټه د یوې راپورو په خپرولو سره ویلي دي چې افغانستان حمل مېاشت کې ۹۵.۶ میلیونو ډالرو، ثور مېاشت کې ۱۰۴.۶ میلیونو ډالرو او جوزا مېاشت کې د ۹۳.۳ میلیونو ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته صادرات درلودلي دي.

د احصایې او معلوماتو اداره د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې افغانستان ته وارداتي توکو په اړه ویلي چې په دغو دریو میاشتو کې له بهرنیو هیوادونو د ۲.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.

په دې راپور کې د روان لمریز کال د حمل په میاشت کې د وارداتو مجموعي کچه ۶۵۰ میلیونه ډالره ښودل شوي او ویل شوي چې د ثور په میاشت کې د وارداتو کچه ۹۵۰ میلیونه ډالره او د جوزا په میاشت کې ۹۰۰.۹ میلیونه ډالره وه، چې د ۱۴۰۲ کال د جوزا د میاشتې پرتله په وارداتو کې ۴۹.۶ میلیونو ډالرو کموالی راغلی دی.

د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا د افغانستان په صادراتي توکو کې پنبه، وچ انځر،ممیز،اینجه،پیاز، انګور، مڼې، زعفران، انار او رومي بادنجان دي.

افغانستا خپل ډیر توکي پاکستان، هند، ایران، متحده عربي اماراتو، قزاقستان، چین،ترکیه، اوزبیکستان او د امریکا متحده ایالاتو په ګډون یو شمیر اروپايي هیوادونو ته صادروي.