د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی په افغانستان کې په بشپړ ډول د ټولو مذهبي مراسمو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

 ریچارډ بنېټ نن چهارشنبه د جولای په ۱۷ مه نېټه په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې په افغانستان د محرم مراسمو ترسره کېدو ته په اشارې ماتم کوونکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي دي چې باید د مذهبي مراسمو درناوی وشي.

نوموړي زیاته کړې چې د مذهب ازادۍ ته باید درناوی وشي او په عاشورا پورې اړوند دود او دستور باید رعایت شي.

د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی داسې مهال د مذهبي مراسمو په ازادۍ ټینګار کوي چې طالبانو په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د محرم پر مراسمو کلک بندیزونه لګولي دي او په یوشمېر ولایتونو کې یې د ماتم کوونکو بیرغونه هم لرې کړي دي.

دغه ډله همداراز تېره ورځ په کابل کې د عاشورا مراسمو له کبله په ځینو ولایتونو د مخابراتي شبکو فعالیتونه هم ځنډولي و او یوشمېر ماتم کوونکی یې هم ډبولي و.