د امریکا پر مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وسلوال برید ته د نړۍ بېلابېلو مشرانو غبرګونونه ښودلي او ویلي دي چې په ډیموکراسۍ او سیاست کې تاوتریخوالی ځای نلري.

د امریکا جمهور رئیس جو بایدن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې برید په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې او دغه برید یې غندلی دی.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي دي چې فرانسه د امریکا د خلکو په ویر او غم کې ځان شریک ګڼي، نوموړي همداراز دغه برید غندلی او ویلي دي چې امریکا کې سیاسي تاوتریخوالی ځای نلري.

د المان لومړي وزیر اولاف شولتس دغه برید ته په اشارې ویلي چې د تاوتریخوالي ورته پښې ډیموکراسۍ لپاره ګواښ دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له اکراین څخه د امریکا نظامي او مالي ملاتړ ته په شارې ویلي چې دغه هېواد باید په خپلو پریکړو کې له سره غور وکړي.

د جاپان لومړي وزیر فومیدا کیشیدا د هر ډول تاوتریخوالي پر وړاندې د قاطع مقاومت غوښتوونکی شو چې په وینا یې ډیموکراسي له خطر سره مخ کوي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ ډونالډ ټرامپ ته د بېړنۍ روغتیا هېله کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم دغه وسلوال برید غندلی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل دغه برید غندلی او ویلي دي چې یوځل بیا پر سیاسي استازو د تاوتریخوالي شاهد دی.

د کاناډا لومړي وزیر جستین ټروډو هم پر دغه وسلوال برید خواشیني ښودلې او لیکلي دي چې سیاسي تاوتریخوالی ورته د منلو وړ نه دی.

د هند لومړی وزیر نریندار مودي هم د دغه برید غندنه کړې ده.

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک ویلي دي چې په انتخاباتي را ټولېدنه کې پر ډونالډ ټرمپ وسلوال برید د امریکا ډیموکراسۍ لپاره د «تیاره ساعتونو» ښکاروندويي کوي.

د ویلو ده چې د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د جولای په ۱۳ مه نېټه په پنسلوانیا ایالت کې هغه مهال د ډزو په پایله کې په سر ټپي شو چې خپلو پلویانو ته یې وینا کوله.