امریکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هېواد مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د جولای په ۱۳ مه نېټه په پنسلوانیا ایالت کې هغه مهال د ډزو په پایله کې په سر ټپي شو چې خپلو پلویانو ته یې وینا کوله.

د ټرمپ انتخاباتي ټیم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نوموړی ښه دی خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې د ټرمپ له غاړې وینه بهیږي.

ښاغلی ټرمپ چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند احتمالي کاندید دی، په غونډې کې یې د هغو پولو یوه نقشه ښودله چې د هغه په وینا غیر قانوني کډوال پرې متحده ایالاتو ته راتیریږي چې د غونډې له منځه ډزې وشوې.

پولیسو په سمدستي توګه د غونډې ځای له خلکو خالي کړی او تر اوسه ډزې کوونکی ندی نیول شوی.

ځینو رسنیو د هغه وضعیت ښه ګڼلی او ویلي دي چې نوموړي په روغتون کې له درملنې وروسته خپل کور ته ستون شوی دی.