د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې په ایران کې څه باندې ۵۰ سلنه بهرني شرکتونو د افغان پانګوالو دي او په دې هېواد کې ډیری بهرني پانګوال هم افغانان دي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس محمود سیادت نن چهارشنبه د جولای په ۱۰ مه نېټه د ایران ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې افغانانو په ایران کې درې میلیارد ډالره پانګونې کړې ده.

نوموړي د دواړو هېوادونو د ګډې سوداګریزې خونې پر فعالیت د ټینګار ترڅنګ ویلي چې له افغان اقتصادي فعالانو دې ملاتړ وشي او د هغوی وړتیاوې دې د افغانستان او ایران اقتصاد د ودې لپاره وکارېږي

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ایران له دغې ډ‌لې سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي؛ خو لا یې په رسمیت پېژندلي نه دي.