د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ د مثبتو پېښو د ډېرېدو خبر ورکړی او ویلي دي چې په روان میلادي کال کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ۶۹ سلنه زیاتې شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزات ویاند شرافت زمان د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ته ویلي چې د ۲۰۲۳م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ټول ټال ۳۵ زره پېښې ثبت شوې دي، خو روان کال بیا دغه پېښې ۵۰ زرو ته رسېدلې چې د نوموړي په وینا دا په خپله د ملاریا ناروغۍ د ډېریدو ښکارندويي کوي.

شرافت زمان همدا راز زیاته کړې چې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په موخه یې تېر کال د افغانستان په ګرمو سیمو کې له دوو میلیونو څخه زیاتې پشه‌خانې پر خلکو ویشلې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا یواین‌ډي‌پي د ملاریا د برخې مسوولانو د معلوماتو له مخې د ملاریا د ډېرو پېښو راپور د افغانستان له ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو څخه ورکړل شوی دی.