د مشرانو جرګې پخوانی رييس فضل هادي مسلمیار د پښټون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر په ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې او هغه ته د بېړنۍ شفا غوښتنه کړې ده.

مسلمیار نن سه شنبه د جولای په ۹ مه نېته په خپله ټویټر پاڼه کې د ګیله من وزیر د انځور په خپرولو سره لیکلي دي چې، پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل قام د ازادۍ، حقوقو غوښتلو، ظلم، جبر او ناروا خلاف راپورته شوي سپېڅلي ځوانان دي چې داعیه یې برحقه ده او یوه ورځ به بریا ته رسیږي.

مسلمیار همداراز د پښټون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د هغه ټولو ملګرو سره ډاډګېرنې کړې ده.

ګيله‌من وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له فعالو غړو دی، د یکشنبې په ورځ د جولای په ۷ مه نېټه د اسلام‌آباد بي ۱۷ سيمه کې د ناڅرګندو کسانو له لوري د چاقو په ګوزارونو سخت ټپي شو او اوس مهال په پېمز روغتون کې تر درملنې لاندې دی.