د کندهار ولایت د پوليو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې مسوولين خبر ورکوي چې، روان کال په سویلي زون کې د پوليو اووه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یواځې څلور يې په کندهار کې دي.

د کندهار ولایت د طالبانو د والي دفتر نن سه شنبه د جولای په ۹ مه نېټه په سویلي زون کې د پولیو د لمنځه وړلو کمپاین د استازي ډاکټر صدیق الله پتیال په حواله ویلي چې په کندهار کې د پوليو د څلورو مثبتو پېښو له جملې څخه دوه يې په دې وروستيو کې د دغه ولايت په شاوليکوټ او ارغستان ولسواليو کې ثبت شوي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې د پولیو دوه نورې پېښې یوه په شاوليکوټ ولسوالۍ کې او بله په ارغستان ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

په سویلي زوند کې د پولیو د لمنځه وړلو کمپاین مسول دا نه ده روښانه کړې چې د پولیو له اوو مثبتو پېښو څخه درې نورې یې په کومو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

ویل کېږي هغه ماشومان چې په پولیو اخته شوي، تازه له خپلو کورنیو سره له پاکستان څخه را ستانه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق پروګرام پیل کړ.