د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان نن شنبه د جولای په ۷ مه نېټه په افغانستان کې خلکو ته سپارښتنه کړې چې په ډینګي تبې د نه اخته کېدو لپاره ځینې ټکي په پام کې وساتي.

ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او پر روغتیا ناوړه تاثیر کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان برخې د یوې خبرتیا په خپرولو سره لیکلي دي چې خلک دې د اوبو ساتلو ټول زاړه شیان لکه بوتلونه، قوطۍ ګانې او نور توکې لیرې واچوي، هره اوونۍ دې د اوبو ساتلو لوښي تش، پاک کړي او ومینځي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز له خلکو غوښتي چې د اوبو د ذخیرې وسایل دې وپوښي، د اوبو هغه وسایل دې چې نه یې کاروي سرچپه کېږدي اوبه دې نه په کې پرېږدي، ویالې، ډنډونه او کنارابونه دې پاک کړي او د ګلدانونو اوبه دې بدلې کړي.

د ډينګي تبې ناروغي، له والګي یا ریزش څخه پیلېږي چې ورو ورو سختېږي او که پر وخت یې درملنه ونه شي ناروغ د مرګ تر سرحده رسوي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال د ډینګي تبې په اړه خلکو سپارښتنې کوي، چې دغه ناروغي په افغانستان کې ډېره شوې او پر دې ناروغۍ د ځینو کسانو د اخته راپورونه هم ورکړل شوي دي.