بریټانیوي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هېواد نوي لومړي وزیر (کیر سټارمر) د خپلې دندې په لومړۍ ورځ روانډا ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو د لېږدولو پلان لغوه کړ.

کارګر ګوند په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې که ټاکنې وګټي، د محافظه کارانو د ګوند هغه پلان به لغوه کړي چې افريقايي هېواد روانډا ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو شړل و.

 که څه هم کارګر ګوند د برېتانیا څخه د موجوده ناقانونه کډوالو د ستنولو پرېکړه لغوه کړه خو دا ګوند په پام کې لري چې د برېتانيا ټولې پولې خوندي کړي تر څو برېتانيا ته د نورو پناه غوښتونکو ورتګ سخت شي.

دا په داسې حال کې ده چې «کير سټارمر» د جمعې په ورځ د جولای په ۵ مه نېټه د ټاکنو په ګټلوسره د برېتانیا ۵۸م لومړی وزير وټاکل شو.