د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دې وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د اوزبیکستان د صدراعظم د مرستیال جمشید خواجه یف ترمنځ په کتنه کې د دواړو هیوادو د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د یوې ګډې خونې په جوړیدو موافقه شوې ده.

یاد وزارت د چهارشنبې ورځ د جولای په ۳ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې په تاشکند کې په دې کتنه کې دواړو چارواکو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، د افغانستان د اوسپنې د پټلۍ او د اوزبیکستان د سرخان څخه تر د افغانستان د پلخمري ښار پورې د بریښنا د لیږد په تړاو هم خبرې کړي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د دغه سفر په ترڅ کې دواړو لوریو د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو پر پراختیا، د افغانستان په ګټه د یو اړخیز ترجیحي سوداګریز تړون په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ توازن، پانګونې او ټرانزیټي موافقو ته وروستۍ بڼه ورکولو په اړه هم خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبر پاڼې له مخې ټاکل شوې د اوزبیکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اف په مشرۍ یو پلاوی به په نږدې راتلوونکې کې افغانستان ته سفر وکړي.

د معلومات له مخې افغانستان تیر۲۰۲۳ کال کې د اوزبیکستان څخه د ۲۳۹ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي وو او د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت یې دغه هیواد ته صادرات درلودل.