د روسیې په جنوب کې د داغستان سیمې په جمهوریت کې چې اکثره وګړي یې مسلمانان دي نن د چهارشنبې په ورځ د نقاب په اغوستلو موقت بندیز ولګیده.

د داغستان د علماو شورا ویلي چې د نقاب اغوستل د موجوده ګواښونو له منځه تللو پورې په موقتي توګه منع دي.

یادې شورا ددې ګام لامل په داغستان کې پر کلیساګانو او د یهودانو پر عبادتځایونو باندې له بریدونو وروسته امنیتي دلایل یاد کړي دي.

تېره میاشت وسله والو په بریدونو کې د داغستان په دوو ښارونو کې دوه کلیساګانې، دوه د یهودانو عبادتځایونه او د پولیسو یوه پوسته په نښه کړه چې له کبله یې شاوخوا ۲۲ کسان ووژل شول.

دا بریدونه یوازې درې میاشتې وروسته له هغه وشول چې د اسلامي دولت (داعش) وسله والو په مسکو کې د کنسرت په یو تالار کې په برید کې له ۱۴۰ څخه ډیر کسان ووژل. دا په روسیه کې په تیرو دوو لسیزو کې ترټولو خونړی ترهګریز برید و.