هندي چارواکي نن د سه شنبې په ورځ، د جون مېاشتې په ۲ مه نېټه خبر اعلان وکړ چې د دغه هېواد په شمال کې د مذهبي مراسمو پرمهال د ټېل ماټېل له کبله ۱۰۵ کسان مړه شوي او ۸۴ نور پکې ټپیان دي.

اسوشیټېډپرېس د هند اتراپردېش ایالت یو جګپوړي پولیس شلاب ماتو په حواله راپور ورکړی چې دا پېښه د دغه ایالت د هاتراس سیمې د هندوانو په مذهبي مراسمو کې شوې ده.

په راپور کې راغلي چې په مړو شویو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د راپور له مخې، پېښه له هغې وروسته وشوه چې مذهبي مراسم ختم شول او خلک له سیمې په بېړه د وتلو په لټه وو.