د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ د افغان سوداګرو یو لوی پلاوی نن سه شنبه د جولای مېاشتې په ۲ نېټه د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند کې د افغانستان د تولیداتو نندارتون د پرانیستلو په موخه دې هېواد ته روان شو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د ښاغلي عزیزي په مشرۍ دا پلاوی به د دواړو هیوادونو د دولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریز اړیکو په تړاو دوه اړخیزو خبرو کې هم ګډون وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي اوزبیکستان ته د روانیدو دمخه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په اوزبیکستان کې په ګډه نندارتون کې ۲۵۰ افغان شرکتونو ګډون کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دوی کوښښ څو خپل صنعت صادراتي کړو او ډېر پام یې هم صادراتو ته دی. ټاکل شوې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ دغه نندارتون د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۳ مه نېټه پرانیستل شي او درې ورځې به دوام وکړي، په دې نندارتونو کې به د افغانستان لخوا زراغتي او معدني توکي او صنعتي تولیدات نندارې ته وړاندې شي.