د طالبانو رياست الوزرأ اقتصادي معاونیت وايي چې د ازبکستان هېواد پانګوال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګوونې ته لېوالتیا ښوودلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ نن دوشنبې د جولای په ۱ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، ازبیکستاني پانګوالو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر سره په کتنه کې، د ډبرو سکرو کانونو پر (استخراج او پروسس)، له ډبرو سکرو د برېښنا پر تولید، د نفتو پر معیاري چاڼ خونې، د سمنټ او نساجۍ د کارخونو پر جوړولو، د مالګې پر استخراج او پر برېښنايي حکومتوالۍ پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ارګ د اعلامیې له مخې ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې ازبیکستاني پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې، په افغانستان کې به مسوولې ادارې له هغوی سره همکاري وکړي.