د طالبانو ویاند او د دوحې په ناسته کې د دغې ډلې پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د دوحې په روانه غونډه کې ډېرو هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکټور خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د جولای مېاشتې په ۱ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د روسیې، چین، پاکستان، ایران او قزاقستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ټینګار کړی چې د افغانستان بانکي محدودیتونه دې لېرې او د دغه هېواد کنګل شوې پیسې دې ازادې شي.

د معلوماتو له مخې د دوحې ناستې په دویمه او وروستۍ ورځ د طالبانو پلاوي د بانکولۍ او د نشه‌يي توکو د محدودیتونو په هکله خبرې‌ کړې دي.

د طالبانو پلاوي د افغانستان په اړه د دوحې روانه ناسته اغیزنامه بللې ده.

ټاکل شوې دغه ناسته نن دوشنبه د جولای مېاشتې په لومړۍ نېټه ازاد بحث سره پای ته ورسیږي.