په افغانستان کې د وړو او منځنۍ کچې کاروبارونو اهمیت
افغانستان غوندې په وروسته پاتې هېوادونو کې د وړو کاروبارونو ایجاد بیخي زیات مهم او د پلي کیدو وړ دی، ځکه د داسې هېوادونو وګړي د سترو کمپنیو د جوړلو وس نه لري، په افغانستان کې د وړو کاروبارونو د ایجاد اړتیا له دې هم قیاسولی شوچې، ډیر افغانان بې روزګاره ګرځي او کلونه کلونه د دندې پلټنه کوي خو خپله ددې فکر نه کوي چې یو عادي کار وبار را پیل کړي، همدارنګه په نوره نړۍ کې د دولتي دندو سربیره شخصي کمپنۍ او ادارې هم په زیات حجم سره کارمندان استخداموي، چې په افغانستان کې دا برخه هم بیخي په نشت حساب ده نو د بې روزګارۍ کچې کمولو لپاره لازمه ده چې کوچني کاروبارونه رامنځته شي.له بل پلوه، که وکتل شي افغانستان یو مصرفي هېواد دی، چې خلک یې زیاتو خوړو، پوښاک، روغتیايي خدماتو، عامه خدمات او باالاخره یو عادي تولیدي او خدماتي برخې ته هم اړتیا لري نو دداسې یوه هېواد لپاره ضرور ده چې واړه کاروبارونه یې ایجاد، تقویه او باالاخره په سترو تولیدي او خدماتي کمپنیو باندې بدل شي، تاسې به لیدلي وي چې د ماشومانو د لوبو پلاستیکي سامان آلات، د ماشومانو لپاره پاپړ، چپس او چنړه چوړ غوندې عادي توکي هم موږ نه لرو نو ددې اړتیا له مخې باید چې دولت او عام خلک کوچنیو کاروباري فرصتونه ولټوي هم به اوزګار خلک په کار شوي وي او هم به مو تولیدات خپل وي. .