د ویکي لیکس بنسټګر، جولیان اسانژ د متحده ایالاتو عدلیې وزارت سره موافقه کړې چې پخپل جرم به اعتراف کوي او د څو کالونو زندان تیرولو وروسته به آزاد شي.

د محکمې په اسنادو کې چې دوشنبه د جون په ۲۴  ثبت شوي، راغلي چې ښاغلی آسانژ به د مارینا په ټاپو کې چې په آرام سمندر کې د متحده ایالاتو مشترک المنافع برخه ده، فدرالي محکمې ته حاضر شي چې د جاسوسۍ قانون له مخې پرې لګیدلي تور کې خپل ځان مجرم وبولي.

د عدلیې وزارت یو لیک پر اساس چې محکمې کې ثبت شوی، پکې راغلي چې د ویکي لیکس په بنسټګر دا تور دی چې د متحده ایالاتو د ملي دفاع محرم معلومات یې په غیر قانوني توګه تر لاسه کړي او خپاره کړیدي.

د حکومت سره د آسانژ دا جوړه باید چې د محکمې قاضي ومني او پدې سره به د دسیسې جوړولو یوه نړیواله جنایي قضیه چې د څو کالونو راپدیخوا روانه وه پای ته ورسیږي.

د مطبوعاتو ډیر شمیر مدافعین پدې اند دي چې جولیان آسانژ د یو خبریال په توګه د متحده ایالاتو د پوځ ناوړه کړنې بربنډې کړلې او له همدې کبله د هغه ستاینه کوي خو د امریکا پلټونکي بیا په وار وار ټینګار کړی چې د ښاغلي آسانژ کړنې د قانون خلاف وې، حساس معلومات یې تر لاسه کړي، بیا یې خپاره کړي او د متحده ایالاتو ملي امنیت یې په خطر کې اچولی.