روسي مقاماتو په کریمیا کې د توغندیو له برید وروسته، چې څلور تنه په کې ووژل شول، واشنګټن ته د “عواقبو” خبرداری ورکړی او په مسکو کې یې د متحدو ایالتونو سفیره احضار کړې ده.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف د دوشنبې په ورځ، د جون په ۲۴ مه خبریالانو ته وویل، چې د متحدو ایالتونو مداخله او مستقیمه مداخله چې له کبله یې د روسیې ولسي خلک ووژل شول، بې مجازاتو نه شي پاتې کېدای او وخت به وښيي چې دا به کوم مجازات وي.

روسي چارواکو تېره ورځ وویل چې په دې برید کې ۸۲ تنه نور ژوبل شوي او روغتون ته انتقال شوي چې ۲۷ یې ماشوما ن دي.

روسي مقامات وايي‌ چې یو توغندی د کریمیا ټاپو، سیواستپول ښار په ساحلي سیمه کې چې خلک د تفریح او استراحت لپاره ټول شوي وو لګېدلی او چاودېدلی دی. د روسیې د تاز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ۱۴ زخمیانو حالت ښه نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په مسکو کې یې د امریکا استازې لین تریسي د دغه برید په اړه احضاره کړې ده.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې واشنګټن «د کیف له رژیم سره په دغه جنایت کې برابر مسئول دی او دا برید به بې مجازات نه پاتې» کېږي.