د سعودي عربستان د روغتیا وزارت د لومړي ځل لپاره د سږ کال د حج مراسمو کې د مړو شوو حاجیانو د مړینې رسمي شمېره خپره کړې او ویلي دي چې په دې مراسمو کې ۱۳۰۱ حاجیان مړه شوي دي.

د سعودي عربستان د روغتیا وزیر، فهد الجلاجل د سعودي الاخباریه شبکې ته ویلي دي چې په سلو کې ۸۳ مړه شوي حاجيان ناراجستر شوي و او ډیری یې د اوږدې مودې ناروغان او عمر خوړلي وو.

 هغه زياته کړې، روغتيايي مرکزونو د نږدې نيم ميليون حاجيانو درملنه کړې او ځينې يې لا هم په روغتون کې دي.

د سعودي د عامې روغتیا وزارت د معلومات له مخې، روغتيايي مرکزونو يې د څه باندې پنځو لکو حاجیانو درملنه کړې چې به دوی کې نږدې یو لک او څلوېښت زره يې هغه حاجیان هم وو چې حج ته په رسمي ډول راجستر شوي نه وو.