څلورمه برخه

لیکنه: عبیدالله وردک

په تېرو دریو لیکنو کې مو د چټ جي پي ټي د کارونې په هکله بېلابېل مثالونه وکارول، یوه بله مهمه موضوع چې ډېری کسان ور سره په ستونزه کې دي، هغه د خپل کړي کار د وړاندې کولو لپاره د یو ښه پرزېنټېشن جوړول دي، موږ خصوصاً افغانان د ښه پرزېنټېشن په جوړولو او وړاندې کولو کې ډېره ستونزه لرو، ځکه ډېر لږ خلک دي چې هغه په ښه کمیونیکېشن او ښه پرېزېنټ کولو باور لري؛ نو که وغواړو چې ښّ پرزېنټېشن جوړ کړو، راځئ چې له ChatGPT مرسته وغواړو.

لکه مخکې چې مو یادونه کړې ده چې چټ جي پي ټي او بل هر اپلیکېشن او ماډل تاسو د بشپړو موادو د تولید لپاره مه کاروئ، ځکه چې نتیجه به یې ډېره سمه نه وي، ښه خبره دا ده چې دا د یو همکار په ډول وکاروئ چې د پرزېنټېشن اصلي ایډیا او مواد ستاسو وي خو د چټ جي پي ټي په مرسته یې لا غني کړئ.

د پرزنټېشن په جوړولو کې یوه تر ټولو مهمه برخه د پرزنټېشن بېلابېلې برخې دي چې ډېری وخت یې تنظیمول ستونزمن وي، معمولاً پرزنټېشن په دریو عمده برخو وېشو:

• پېژندنه

• اصلي برخه

• پایلې او خلاصه

پورته درې برخې په نورو کوچنیو برخو هم وېشلای شو، یا شاید په ځینو حالاتو کې متفاوت شکل ولري.

خو که پورته درې عمده برخې په نظر کې ونیسئ، د هرې برخې د سلایډونو یا موادو برخه تفکیک ستونزمن دی چې کوم مواد په لومړۍ برخه او کوم په نورو کې شامل کړو.

موږ ډېری وخت ټوله خبره په همدا لومړۍ برخه کې خلاصه کړو او نورو برخو ته بیا مواد لږ یا غیر مرتبط وي.

دا چاره د چټ جي پي ټي په مرسته تر سره کولای شو چې ورته موضوع ورکړو او د اړونده برخو لپاره راته سټرکچر راکړي چې کوم مواد په کومه برخه کې ځای پر ځای کړو، البته د هر سلایډ او هرې برخې لپاره مواد هم د چټ جي پي ټي په مرسته تولیدېږي اما زه یې شخصاً طرفدار نه یم، ځکه چې چټ جي پي ټي موږ ته عمومي مواد راکوي چې ډېری وخت د مسلکي برخې لپاره یې کارول مناسب ندي.

په لاندې ډول یو مثال کاروو، تاسو یې وکاروئ او نتایج یې له خپل ذهن سره مقایسه کړئ.

Topic: The Impact of Climate Change on Global Agriculture

Context: Seminar at the International Agricultural Conference

Requirement: Detailed breakdown of the presentation

Language: Clear and professional

Tone: Formal

د دې نتایج اوس له هغه څه سره مقایسه کړئ چې ستاسو په ذهن کې دي، وروسته د هرې برخې د لا وضاحت لپاره بیا هم د چټ جي پي ټي مرسته غوستلی شئ.

تر ټولو ښه نتیجه به هغه وي چې ستاسو خپله ځیرکتیا له مصنوعي ځیرکتیا سره یو ځای شي.