د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور د جمعې په ورځ د جون مېاشتې پر ۱۴ مه نېټه اعلان وکړ چې ددې هیواد د پارلمان له څو مخالفو وکیلانو څخه یو یې د حکومت د نسکورولو په تور نیول شوی دی.

د خاور اژانس د راپور له مخې د لوی څارنوال په غوښتنه، د دې هېواد د پارلمان وکیل سیدجعفر عثمان زاده چې د شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د پارلمان غړی و مصونیت اخیستل شوی او زنداني شوی دی.

عثمان زاده تر دې وړاندې ولسمشرۍ ته کاندید و او د پارلمان په ولسي جرګه کې د تاجکستان د دموكرات ګوند يوازنى غړى و.

د تاجکستان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې عثمان زاده د دوو سازمانونو د تاجکستان ملي اتحاد (PMT)  او د تاجکستان د اسلامي بیارغونې ګوند په ملاتړ د کودتا په طرحه کولو تورن دی. دغه دواړه سازمانونه “ترهګر” نومول شوي او د تاجیکستان د مقاماتو لخوا منع شوي دي.