د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې په تېرو ۱۲ کالو کې د جبري بېځایه شویو شمېر په بې‌مخینې ډول لوړ شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR)  د پنجشنبې په ورځ د جون پر ۱۳مه د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د روان کال تر مې مېاشتې پورې په ټولییز ډول د کورنیو بې ځایه شویو شمېر تر ۱۲۰ میلیونو پورې رسېږي.

د دې راپور له مخې، سوریه په کور دننه او بهر ۱۳.۸ میلیونه جبري بېځایه شوي لري چې د هېوادونو په کتار کې لاهم په لومړی ځای کې دی.

نوموړي بنسټ زیاته کړې چې د تېر کال له اپريل وروسته په سوډان کې ۷.۱ میلیون بېځایه شوي ثبت شوي او ۱.۹ میلیونه نور بیا له دغه هېواده بهر دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دغې بېځایه کېدو لامل شخړې او جګړې بللې دي.