د عامې روغتیا وزارت د کانګو د وینې بهیدونکي تبې پر ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیر کې د زیاتوالي په تړاو اندیښنو ته په پاملرنې په هېواد کې د عامه پوهاوي پنځه ورځنی کمپاین پیل کړی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د محیطي روغتیا د ارزونې او څارنې د ریاست ټیمونه به د دې کمپاین په لړ کې د کانګو د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره قصابانو ته روزنه ورکړي.
دغه وزارت ویلي چې د کابل په مسلخونو او قصابیو کې د خبرتیا لپاره بروشورونه او اعلانونه یې نصب کړي ترڅو د څارویو د ذبیح پر مهال قصابان مهم ټکي په پام کې ونیسي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د دې کمپاین د پیل په لومړۍ ورځ د کونړ ولایت مرکز د اسعداباد ښار کې زرو کسانو ته د کانګو د ویروس د ناروغۍ په تړاو پوهاوی ورکړل شوی دی او په ۴۰۰ څارویو باندې د کانګو د ناروغۍ د مخنیوي لپاره درمل شیندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځه میاشتو کې په افغانستان کې د کانګو د تبې ۲۰۳ پیښې ثبت کړي او په دغه موده کې شپږ تنه په دې ناروغۍ د اخته کیدو وروسته مړه شوي دي.