د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) وايي د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۰ مه نېټه د یمن په ساحلي اوبو کې د یوې کېښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۴۹ کډوال مړه شوي او ۱۴۰ نور لادرکه دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په کښتۍ کې د سپاره کسانو شمېر ۲۶۰ ښودلی او ویلي دي چې کښتۍ په سیمه ایز وخت یکشنبه د شپې په ۳ بجو د سومالیې څخه حرکت کړی و چې ۱۱۵ تنه د سومالیې او ۱۴۵ نور د ایتوپیا اتباع پکې سپاره و.

د کډوالو نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوي د ژغورنې ټیمونو د پیښې ځای ته ځانونه رسولي او ۷۱ تنه یې د ډوبیدو څخه ژوندي ژغورلي چې شپږ تنه یې ماشومان دي.

په اعلامیې کې همداراز راغلي چې د ۷۱ ژغورل شویو څخه ۶۳ یې لږو طبي مرستو ته اړتیا درلوده خو اتنه تنه چې روغتایي حالت یې د اندیښنې وړ و، روغتون ته د درملنې لپاره وړل شویدي.

د کډوالو نړیوال سازمان یا ای او ایم زیاته کړې چې د ډوبو شویو کسانو د لټون او ژغورنې عملیات روان دي او د ځینو کډوالو مړي د سمندر په څنډو کې موندل شویدي.