د مالاوي ولسمشر لازارس چکویرا د سه شنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۱۱ مه نېټه د دې هېواد خلکو ته په خپله وینا کې ویلي چې د الوتکې لوېدو په پېښه د هغه مرستیال ساولوس چلیما په ګډون لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ دی.
لازارس چکویرا په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د الوتکې د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي او په وینا یې الوتکه په بشپړه تولګه لمنځه تللې او هېڅ څوک پکې ژوندي نه دي پاتې.
د مالاوي ولسمشر مرستیال پوځي الوتکه د دوشنبې په ورځ د جون مېاشتې په ۱۰ مه نېټه د دې هېواد له پلازمینې څخه شمال ته پر لاره لادرکه شوه او ویل شوی چې د خرابې هوا له کبله په یوه ځنګله را لوېدلې ده.