[ad_1]

د بوسنیا امنیتي ځواکونه وایي چې د یوې لویې قاچاقي ډلې هغه مهم غړی یې نیولی چې اروپایي تولنې ته د شاوخوا ۱۵۰۰ کډوالو لېږدولو کې ښکېل دی. ویل کېږي دغه عراقي الاصله هالنډي په بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت درلود.

د بوسنیا امنیتي ځواکونو د دغه هېواد له څارنوالۍ سره په همغږۍ سراییوو کې د یوې لویې قاچاقي شبکې مهم غړی نیولی دی چې د عراق او هالنډ غبرګ تابعیت لري.‌ ویل کېږي چې دغه کس په عراق، ترکیه، بوسنیا او هرزه ګوینا او اروپایي ټولنه کې فعالیت درلود.

د بوسنیا د پلټنو او د ساتنې ملي‌ ادارې یا سیپا د پنجشنبې په ورځ، د می ۲۳مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې یاد کس نږدې ۱۵۰۰ عراقیان د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ته لېږدولي دي. یادې ادارې زیاته کړې ده چې د نوموړي د نیولو په وخت کې یو شمېر وسایل هم ترلاسه شوي دي چې د قضایي پروسیجر پر مهال به د شواهدو په توګه وکارول شي. دمګړی د بوسنیا امنیتي چارواکو او د اروپا پولیسو یا یوروپول د دې قضیې پر مستند کولو او د ثبوتونو پر راټولولو بوخت دي.

دغه قضیه کې کرواسي، سلوانیا،‌ جرمني او برېتانیا د بوسنیا او هرزه ګوینا له چارواکو سره همکاري کوي.

اروپایي ټولنې ته د اوښتو هڅې

ډېری هغه کډوال چې د بالکان یا بوسنیا او هرزه ګوینا – کرواسي – سلوانیا له لارې ځانونه اروپایي هېوادونو ته رسوي د افغانستان او سوریې اتباع دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کې تر ۳۵ زره زیاتو کډوالو د بوسنیا له لارې اروپایي ټولنې ته د اوښتو هڅه کړې او ډېری یې کرواسي‌ ته تللي دي.

کرواسي په وار وار په دې تورنه شوې چې کډوال یې په ناقانونه توګه له خپلې خاورې څخه په شا تمبولي دي، خو زاګرب بیا دا ادعاوې بې اساسه بولي. دا هېواد چې د بالکان پر لاره پروت دی د ۲۰۲۳ له جنورۍ راهیسې د شېنګن زون غړي په توګه پېژندل کېږي.

دا هم ولولئ
یوه شپه کې کرواسي ته د ۶۰۰ کډوالو د ننوتلو مخه نیول شوې ده

د بشري حقونو د څار سازمان د یو راپور له مخې د شېنګن هېوادونو له خوا د کرواسي د غوښتنې له منل کېدو لږ مخکې له دغه هېواد څخه د شړل شویو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی و، خو د ۲۰۲۳ په مارچ میاشت کې د کډوالو د اخراج لړۍ بیا پیل شوه.

تېر کال په بوسنیا کې د کډوالو مدافع بنسټونو خبر ورکړی و چې د مارچ او اپریل میاشتو کې ګڼ شمېر کډوال په سرویس موټرونو کې له کرواسي څخه بوسنیا ته شړل شوي دي. هغه وخت د کرواسي چارواکو د دې خبر په تاییدولو سره ویلي وو چې یاد کډوال یې د دوه اړخیز هوکړه لیک پر اساس بوسنیا ته استولي دي.

[ad_2]

Source link