د اکتوبر لسمه د ذهنې روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، او د ملګرو ملتونو اړوند روغتیا سازمان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو رواني وضعیت ژور بحران لري.
د سازمان په وینا، د طبیعي پېښو، جګړو او روغتیايي بیړنیو حالاتو له امله له پنځه کسانو څخه یو تن د رواني ناروغۍ سره مخ دی. په افغانستان کې د ښځو وضعیت ځانګړې اندیښنه راپورته کوي؛ څېړنې ښيي چې ګڼې ښځې د خپګان، بې خوبۍ، ویرې، ټولنیز یوازیتوب او د ځان وژنې فکرونو سره مخ دي.
د روغتیا سازمان ټینګار کړی چې یوازې بشري همدردي کافي نه ده او د ژوند ژغورلو، د زغم پیاوړتیا او د ټولنو د بیا جوړېدو لپاره همکاري اړینه ده. د سازمان په خبره، دولتونه، روغتیايي او ټولنیز بنسټونه، ښوونځي او ټولنیزې ډلې باید په ګډه د اغېزمنو کسانو ملاتړ وکړي او د ذهنې روغتیا خونديتوب یقیني کړي.