‏د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان کړی چې د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډله به لومړی ځل په نړیوالو دوستانه سیالیو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې ده دا سیالۍ د اکتوبر له ۲۳مې تر ۲۹مې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د “فیفا یونایټس” تر نامه لاندې ترسره شي.

‏په دې تاریخي سیالیو کې د افغان لوبډلې ترڅنګ د چاډ، لیبیا او د کوربه اماراتو ملي ښځینه لوبډلې ګډون کوي. د فیفا مشر جیاني انفینټینو دا ګام “د ښځو لپاره د ورزش د حق او د نړیوالې هیلې سمبول” وباله.

‏د افغان ښځینه لوبډلې اېکس‌پاڼه هم د ګډون خبر تایید کړی او ویلې یې دي چې “دا د رسمیت پېژندنې پر لور یو مهم ګام دی.” یاد لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د فیفا له لوري د جوړېدو رسمي اجازه ترلاسه کړه او پاولین هامیل یې روزونکې وټاکل شوه.

‏له ۲۰۲۱ کال را وروسته چې طالبان بیا واکمن شول، د ښځو ملي لوبډلې ته په افغانستان کې د لوبو اجازه نه ده ورکړل شوې. اوس افغان لوبغاړې د کډوالۍ له ډګره نړیوال ډګر ته د بېرته ستنېدو هڅه کوي.