دا په افغانستان کې لومړۍ زلزله نه ده، بلکې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېرې زلزلې پکې کېږي او د زلزلو له پلوه ډېر زیانمن بلل کېږي. یوازې د تېرو درې لسیزو په ترڅ کې له ۳۵۵ څخه ډېرې لویې زلزلې ثبت شوې دي، او په تېرو لسو کلونو کې بیا له ۳,۱۰۰ څخه ډېرې زلزلې رامنځته شوې دي. په اوسط ډول هر کال ۳۱۱ زلزلې او هره میاشت شاوخوا ۲۵ زلزلې کېږي، چې دا د هېواد د لوړ خطر ښکارندویي کوي.
په لویو زلزلو کې، لکه د تېرو کلونو خوست، هرات او اوسنی کونړ، زرګونه انسانان شهیدان شل، ډېر نور ټپیان شول، څاروي او کرنیزې ځمکې له منځه تللي، کورونه ونړېدل او آن په ځینو ځایونو کې بشپړ کلي ویجاړ شول. افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د هرې زلزلې پر مهال، د تمې خلاف، ډېر خلک اغېزمن کېږي او ستر
زیانونه اړوي.
له بده مرغه، د هرې پېښې وروسته هماغه تکراري ستونزې بیا مخې ته راځي:
o له مخکې هېڅ جدي احتیاطي تدابیر یا تیاری نه نیول کېږي،
o کورونه او نورې ابادۍ د معیاري اصولو پر بنسټ نه جوړېږي او لا هم بېکیفیته پاتې دي،
o د زلزلو په اړه عامه پوهاوی نشتون لري او د خلکو پوهه ډېره کمه ده،
o د بیړنیو خدماتو د مدیریت او د مرستو د وېش لپاره کوم معیاري سیستم او میکانیزم نشته،
o تر اوسه د زلزلو د مخنیوي، تیاري، معیاري ودانیزو اصولو، عامه پوهاوي، بیړنیو خدماتو او شفاف مدیریت لپاره کوم منظم، اغېزمن او معیاري ملي پلان نه دی جوړ شوی،
o او له نړیوالو او تېرو تجربو هېڅ ډول عملي درس نه دی اخیستل شوی.
د بي بي سي د راپور له مخې د بریتانیا د جیولوجیکي سروې زلزلهپوه ډاکتر بریان باپتي وايي: جاپان او د سویلي امریکا هېوادونو کې تر افغانستان ډېرې زلزلې کېږي، “خو افغانستان ځکه ډېر زیان ویني چې ودانۍ یې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري.” نوموړی زیاتوي چې افغانستان کې ودانۍ اکثره له خټو، لرګیو او کمزوري سیمنټ څخه جوړېږي. د افغانستان غرنیو سیمو کې له دې کبله هم زلزلو کې ډېره ویجاړي رامنځته کېږي، ځکه ځمکښویېدنې پکې پېښېږي.
په اسلام کې زلزله د الله جل جلاله د قدرت یوه نښه بلل کېږي. قرآنکریم او احادیثو کې ذکر شوی چې طبیعي آفتونه کله د انسانانو د ازمایښت لپاره وي، کله د عبرت لپاره، او کله د خلکو د ګناهونو د پایلې په توګه رامنځته کېږي. د اسلام له نظره هر څه د الله په اراده او حکم سره کېږي. مسلمان باید پوه شي چې دا ډول پېښې د امتحان برخه ده؛ الله ته په رجوع سره خپل ایمان ټینګ کړي، له ګناهونو توبه وباسي، په ټولنه کې عدل او انصاف رامنځته کړي، د زیانمن شویو خلکو مرسته وکړي، او د صبر او دعا په وسیله ځان ثابت وساتي.
د ساینس له نظره، زلزله د ځمکې د داخلي جوړښت د تکتونیکي پلېټونو د حرکتونو پایله ده. ځمکه د څو لویو تکتونیکي پلېټونو (tectonic plates) څخه جوړه ده چې د ځمکې په سطحه روانې دي. د دغو پلیټونو د ټکر، ښویېدو او یو پر بل د تېرېدو له امله زلزله پېښېږي. افغانستان د هند پلیټ او یورېشیا پلیټ تر منځ د ټکر په سیمه کې پروت دی. ځمکه په ډېرو ځایونو کې د “فوالتونو” یا درزونو له کرښو ډکه ده. کله چې دغه کرښې پر یو بل وخوځېږي، زلزله رامنځته کېږي.
د اسلام او ساینس نظر ته په کتو او د افغانستان جیوفزیک موقعیت ته په پام سره، د نورو زلزلو امکان هم شته. افغانستان نور د دې وس نه لري چې د زلزلو د ورانۍ، د انسانانو د مرګ ژوبلې او کمزورې غبرګون تکراري کړۍ ته دوام ورکړي. د خلکو د خوندیتوب او راتلونکي د خوندي کولو لپاره یو هراړخیز پلان ضروري دی. د مختلفو سرچینو او مطالعو پر بنسټ لاندې ګامونه وړاندی کوم:
۱. د ټول هېواد په کچه د زلزلو په اړه د خوندیتوب، د تخلیې لارو چارو او د کورنۍ کچې د تیاري عامه کمپاینونه پیل شي. د زلزلو پوهنه دې د ښوونځیو په نصاب کې شامله شي څو له وړکتوبه د خوندیتوب فرهنګ جوړ شي، او د ټولنو په کچه منظم تمرینونه ترسره شي.
۲. د ټولو نوو ودانیو لپاره د زلزلو پر وړاندې د مقاومت ملي کوډونه جوړ او عملي شي، په ځانګړي ډول د ښوونځیو، روغتونونو او عامه ودانیو لپاره. د کمو لګښتونو سره د زلزله ضد کورونو ډیزاینونه رامنځته او د ښارونو او کلیو لپاره تطبیق شي، او زاړه او زیانمن ودانۍ دې د مقاوم کولو لپاره وهڅول شي.
۳. د زلزلو لپاره ملي چوکاټ رامنځ ته چې د دولت ادارو، مدني ټولنو او نړیوالو شریکانو رولونه پکې روښانه وي. یو مرکزي د عاجلو حالاتو د همغږۍ مرکز جوړ شي چې د ریم ټایم څارنې او اړیکو سیستمونه ولري، او په ملي او ولایتي کچه روزل شوي ټیمونه جوړ او تجهیز شي چې د ژغورنې، لومړنیو مرستو او لوژستیکي ملاتړ وړتیا ولري.
۴. د آفتونو د مدیریت اداره باید خپلواکه، مجهزه او پیاوړې شي چې د پلان جوړونې، تیاري او غبرګون مسوولیت ولري. د مرستو د وېش لپاره شفاف میکانیزمونه جوړ او عملي شي چې د مدني ټولنو او نړیوالو شریکانو له خوا وڅارل شي، او د هرې لویې پېښې وروسته د راپور ورکولو او ارزونې سیستم فعال او عملي شي.
۵. جاپان، چې د نړۍ تر ټولو زلزلهخیز هېوادونو څخه دی، بریالي میکانیزمونه رامنځته کړي چې افغانستان یې هم تطبیقولی شي:
- هره نوې ودانۍ یې د سختو زلزلهضد معیارونو سره سم جوړه شوې چې د تلفاتو کچه په څرګنده توګه راټیټه شوې.
- هر کال د سپتمبر پر لومړۍ نېټه، میلیونونه وګړي په تمرینونو کې برخه اخلي څو ټولنه تل چمتو وي.
- جاپان پرمختللی سیستم لري چې څو ثانیې یا دقیقې مخکې خلکو ته د زلزلې خبرتیا ورکوي.
- د خلکو د رضاکارو ډلې او د سیمې د ژغورنې ګروپونه روزل شوي او تجهیز شوي چې سمدستي مرسته وکړي.
افغانستان که څه هم له اقتصادي او سیاسي محدودیتونو سره مخ دی، خو کولی شي په تدریجي ډول د جاپان له تجربې ګټه واخلي: د ټیټ لګښت پوهاوي کمپاینونو څخه پیل، د لوړ خطر لرونکو ولایتونو لپاره د ټولنې پر بنسټ تمرینونه، او ورو ورو د ودانیو د کوډونو عملي کول.
که د تیاري، معیاري ودانیزو اصولو، عامه پوهاوي، بیړنیو خدماتو او شفاف مدیریت لپاره عملي ګامونه وانخیستل شي، راتلونکی به هم له همدې تکراري کړۍ ډک وي. د جاپان تجربه ښيي چې حتی د ډېرو زلزلو لرونکي هېوادونه هم کولی شي د ښه پلان، د خلکو د پوهاوي او د سختو ودانیزو معیارونو په مرسته د تلفاتو کچه کمه کړي. افغانستان باید له دې تجربې زدهکړه وکړي او د خپلو شرایطو سره سم یې تطبیق کړي.
یوازې د ګډ کار، ملي ژمنتیا او نړیوالو همکاریو په وسیله افغانستان کولای شي د خپلو وګړو ژوند خوندي کړي او د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې یو باوري، عملي او قوي سیستم رامنځته کړي.