د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د نژدې یوې لسیزې وروسته د واکمن لېبرال ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه، خو اعلان یې وکړ چې تر نوي مشر ټاکلو پورې به دنده پر مخ وړي.
د ټروډو د محبوبیت کمښت او د پارلمان د فلج کېدو یادونه د هغه د پرېکړې لوی لاملونه بلل کېږي.