‏قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې په دې هېواد کې د ازربایجان هوايي شرکت یوه الوتکه را نسکوره شوې ده.

‏د رسنیو د معلوماتو له مخې دغه (امبرایر ۱۹۰) ډوله الوتکه له باکو څخه روسیې ته روانه وه، چې نن د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۵ مه نېټه د قزاقستان د اکتاو ښار ته څېرمه را ولوېده.

‏د قزاقستان چارواکو ویلي دي چې په دې پېښه کې ۳۹ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

‏ویل کېږي د غې الوتکې د اکتاو له ښار څخه شاوخوا درې کیلومتره لیرې د بېړنۍ ناستې هڅه کړې؛ خو دا هڅه يې ناکامه شوې ده.

‏د اذربایجان ولسمشر الهام علي اېف چې د پېښې پر مهال په یوه سرمشریزه کې د ګډون لپاره روسیې تللی و، د دې خبر له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوى دى.