‏حزب الله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ډلې د مشر حسن نصرالله مړینه تایید کړه. په خبرپاڼه کې راغلي: «سید حسن نصرالله له خپلو ابدي شهیدانو سره یوځای شو، چې له تېرو دېرشو کلونو راهیسې یې په فتحو کې رهبري کوله.»

‏اسرایلي پوځ هم مخکې اعلان کړی و چې نصرالله په لبنان کې ووژل شو. حزب الله په خپلې اعلامیې کې د اسرایلو په وړاندې د مقاومت په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د غزې او فلسطین ملاتړ وکړئ او د لبنان دفاع ته ادامه ورکړئ.»