‏اپل د دوشنبې په ورځ خپل نوي آیفون ۱۶ لړۍ، نوي ساعتونه او ایرپډونه معرفي کړل. د اپل د ساعتونو لړۍ ۱۰ قیمت له ۳۹۹ ډالرو پیل کیږي چې نری ډیزاین او ۳۰٪ لویه صفحه لري.

‏د اولترا ۲ بیه ۷۹۹ ډالره ده. د ایرپډونو څلورم نسل د غږ ښه کیفیت او لا زیات راحت لري. آیفون ۱۶ له A18 تراشه سره وړاندې شوی او بیه یې له ۷۹۹ ډالرو پیل کیږي، چې په مصنوعي ځیرکتیا کې لوی پرمختګ دی.