‏بارک اوباما، د امریکا پخواني ولسمشر، له کامالا هریس څخه د نومبر په ۵ مه ټاکنو کې خپل رسمي ملاتړ اعلان کړ.

‏اوباما د دیموکراتانو په ملي ناسته کې د امریکا له خلکو وغوښتل چې په دې ټاکنو کې د هریس ملاتړ وکړي، ترڅو هغه له ډونالډ ټرمپ سره په سیالۍ کې بریالۍ شي.

‏میشل اوباما هم په دې ناسته کې د امریکا د راتلونکي لپاره د هیلې د بیا راژوندي کېدو په اړه خبرې وکړې او د هریس هڅې یې وستایلې.

‏ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې سږ کال په نومبر کې ترسره شي، او هریس او ټرمپ به د دې ټاکنو اصلي نوماندان وي.