د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، که د داعش خراسان له لوري “قریبالوقوع ګواښ” احساس کړي، پر دې ډله به برید وکړي.
د پنتاګون ویاند، جنرال پاتریک رایدر، په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې که پر داعش فشار نه وي، دا ډله بیا وده کولی شي.
طالبانو ویلي چې په افغانستان کې داعش ځپل شوی او ګواښ نه دی.